دارزګان والي چې تازه د ارزګان له ګېزاب ولسوالۍ څخه مرکز ترينکوټ ته راستون شوی د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال ادعا وکړه چې ګيزاب ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او یاده ولسوالۍ د دوی له شتونه پاکه کړې ده.
والي محمدعمر شېرزاد وايي په ياده جګړه کې ۵۰ وسله وال طالبان او ۲ سرتيري وژل شوي.
هغه وايي په جګړه کې تر ۲۵ پورې وسله وال طالبان ټپیان شوي او تر ۱۸ پوري ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتي ده.
والي زیاوي دامهال په ګېزاب ولسوالۍ امنيتي وضيعت په بشپړ ډول د افغان ځواکونو په ولکه کې دی.
«تاسو ته معلومه ده چې په ګېزاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو بريدونه کړي وه په دې جګړه کې ۵۰ طالبان وژل شوي د شلو څخه تر۲۵ نور ټپیان دی ۲ پوليس شهيدان شوي او ۱۸ ملکي کسان چې ښځي او ماشومانو پکې شامل دي ياهم وژل شوي او ياهم ټپیان دي»
د ارزګان والي محمدعمرشېرزاد وايي په ګېزاب ولسوالۍ کې په زيات شمېر خلک له خپلو سيمو څخه بېځايه شوي دي.
نوموړي ژمنه وکړه چې له بې ځایه شویو کورنیو سره به مرستې وشي.
هغه وايي پلان لري چې په يادي ولسوالۍ کې جګړه ځپلو ته په بیلابیلو برخو کې مرستي وکړي.
«موږ سلګونه کورنيو ته په ګيزاب ولسوالۍ کې په بېلابېلو برخو کې د مرستې پلان لرو ترڅو هلته بېځايه شوه کورنيو ته مرستې ورسول شي»
وسله والو طالبانو ددغو ادعاوه په تړاو تردامهاله رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان پر ګېزاب ولسوالۍ وسله والو طالبانو له تېرو څو مياشتو راهیسې بريدونو ته زور ورکړی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


