ads

د پکتیکا ولایت د استناف محکمې درې تنه د قتل په قضیه کې په اعدام محکوم کړل

د پکتیکا ولایت د استناف محکمې له لورې درې کسانو ته د قتل په یوه قضیه کې د لاس درلودو له امله د یوې علني محکمې پر مهال د اعدام سزا واورول شوه.

خیرالدین ذکي
3 سلواغه 1399
د پکتیکا ولایت د استناف محکمې درې تنه د قتل په قضیه کې په اعدام محکوم کړل

قاضیان وايې یادو درې واړه کسانو یو ځوان په مرموز ډول وژلی وو چې له کره اسنادو وروسته يې د قانون پلي کېدو او عدالت د تامین په موخه دا سزا اورولې ده.

بل لور علني محکمې ته راغلي کسان وايي؛ که مجرمینو ته دا ډول کلکې سزاوې ورکړل شي له یو لورې به د جرمونو کچه راټیټه شي او له بل پلوه به پر عدلي او قضايي ارګانونو د خلکو باور ډېر شوی وي.

پکتیکا کې د نننۍ علني محکمې مشر قضاوتمند محمد رحیم لومړی د قتل په قضیه کې د ښکېلو کسانو او موظف څارنوال خبرې واورېدې او وروسته يې د یادو کسانو په اړوند راغونډ شوي شواهد وړاندې کړل.

نوموړي وویل د کره اسنادو او شواهدو پر بنسټ  له قانون سره سم د قتل په قضیه کې د لاس درلودو له امله درې واړه کسان مجریم دي چې په قول يې د لومړۍ علني محکمې له لوري پر دوی د اعدام حکم کېږي.

« د لومړي بند لومړۍ فقرې د ۵۴۷ مادې د جزا کوډ له مخي تاسو یو هر په کلکه سزا یعني اعدام محکوم شوئ او د قانون له مخې دا حکم د لومړۍ محکمې د پرېکړې له مخې پر تاسو د پلي کېدو وړ دی.»

د محکمې د یو بل قاضي د علني محکمې ګډونوالو او مجرمینو ته په خبرو کې وویل دوی د شخصي عقدې او نورو لاملونو له امله نه بلکې د عدالت د پلي کېدو په موخه د قتل له امله درې واړه کسانو ته اعدام غوره کړ.

هغه څرګندوي په اعدام محکوم درې واړه کسانو پر وړاندې به اخرنۍ پرېکړه له دوېیمې او درېیمې محکمې وروسته عملي کیږې.

« موږ له تاسو سره کومه شخصي ستونزه یا تعصب نه لرو بلکه د عدالت د تامین په موخه مو خپل حکم وکړ، دا حکم اخرنی نه دی پرېکړه استناف ته ځي ښايي هلته نقض یا تایید شي، وروسته سترې محکمې او بیا جمهوري ریاست ته ځي؛ که جمهوري ریاست دا حکم تایید کړ بیا به د اعدام حکوم پلی کیږې.»

پر همدې مهال نننۍ علني محکمې ته راغلو کسانو له عدلي او قضايي ارګانونو په ټینګه غوښتنه وکړه چې هر مجریم ته باید د قانون له مخې سزا ورکړل شي او هېڅ بې عدالتي باید شتون ونه لري.

هغوی وايي که مجریم ته د خپل جرم برابر سزا ورکړل شي، له یو لورې به د جرمونو کچه راټیټه شوې وي او له بل پلوه به پر عدلي او قضايي ادارو د خلکو باور ډېر شوی وي.

« له محکمې مننه کوو چې حق يې حقدار ته ورسپاره او درې واړه مجریم کسان يې په اعدام محکوم کړل، که څه هم قانون به دا اجازه ورنکړي کنه د خلکو غوښتنه داده چې یاد درې واړه کسان په عمومي څلور لارې کې په عام محضر کې اعدام شي تر څو نور خلک ترې عبرت واخلي، له داسې پرېکړو څخه چې حق حقدار ته ورسېږي ولسونه ډېر خوښ دي؛ ځکه چې په دې سره د جرمونو کچه را ټیټږي او پر عدلي او قضايې ادارو د خلکو باور ډېریږي.»

نېږدې دوه میاشتې وړاندې د خیرکوټ ولسوالۍ د یو تن ځوان جسد هغه مهال په مرکز ښرنه کې په یو کور وموندل شو چې نوموړی د لرګیو پلورلو په موخه له یادو کسانو سره کور ته تللی وو چې، هغه مهال په دې اړوند په ښرنه کې لاریون هم وشو او امنیتي ادارو خبر ورکړی وو چې د پېښې عاملین چې نن ورته د اعدام سزا ورکړل شوه نیولي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA