ads

په هېواد کې ۷۶ نور کسان پر کورونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۵۵۶ تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
3 سلواغه 1399
په هېواد کې ۷۶ نور کسان پر کورونا اخته شوي
کلید

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نور الله ترکی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۳ تنه مړه شوي او ۲۵ تنه ترې روغ شوي دي چې په دې سره د مړو شمېر ۲۳۷۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۶ زره او ۹۱۲ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA