له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي عربستان د پوهنې وزیر د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې د تحصیلي بورسونو د زیاتیدو او همدارنګه د افغانانو له پاره د مسلکي او تخصصي زده کړو د زمینې د برابرولو په هدف د خپل هېواد چمتوالی وښود.
نوموړي ټینګار کړی د ښوونکو د روزنې او د شته نمونو او تجربو په کارولو سره د تعلیمي برنامو او درسي نصاب د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دې لیدنې په پای کې دواړو لورو د پوهنې وزارتونو د علمي او ښوونیزو همکاریو د پراختیا په موخه د تفاهم سند لاسلیک کړ.
د تفاهم د دې سند په رڼا کې به د پوهنې د برخې د مسوولینو او د محصیلنو د پلاوو ترمنځ علمي لیدنې زیاتې شي او په افغانستان کې به د عربي ژبې د زده کړې مینوالو ته د ژبې د زدکړې اسانتیاوې رامنځته شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ