د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش کلید ته وویل، تېره ورځ مازدیګر مهال د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبان راټول شوي وو او پر افغان سرتېرو یې د برید پلان درلود.
د هغه په وینا، دغه طالبان تر برید وړاندې د هوایي ځواکونو په بریدونو کې په نښه شول.
یورش زیاتوي چې په ترسره شوو هوایي بریدونو کې څلور طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
دی زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د طالب جنګیالیو یو جیف موټر او ۲۰ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي او ۱۵ نور موټرسایکلونه د افغان سرتېرو لاسته ورغلي دي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، تېر ماښام د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې هم طالبانو د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د هغوی بریدونه په شاه وتمبول شول، یو طالب ووژل شو او یو بل ټپي شو.
په دغو نښتو کې یو افغان سرتېری سطحي ټپي شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.