د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناوالله روحاني د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره اونۍ چې د افغان سرتېرو په عملیاتو کې د ارګو ولسوالۍ دمګس، ده بالا، ده پایان او ځیني نور کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي وو، طالبانو یو ځل بیا تېره شپه درې بجې پر دغو کلیو برید کړی او نیولي یي دي.
هغه وایي، افغان سرتېرو تکتیکي شاه تګ کړی او اوس د درخان په کلي کې مېشت دي.
دی زیاتوي، د طالبانو په بریدونو کې د پاڅونوالو یو مشر وژل شوی، دوه پاڅونوال او یو ملي سرتېری ټپي شوی دی.
د روحاني په خبره، په نښتو کې د طالبانو یو مهم غړی معتصم باالله هم له منځه وړل شوي.
طالبانو د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.