د نورالله فرهمند په نوم د کابل یو تن اوسېدونکي له کلید سره په خبرو کې وویل، هیلهمند دی چې د افغانستان پر وړاندې د امریکا د نوي حکومت تګلاره به یو څه بدله شوي وي او د دې سبب به شي چې اوسنۍ جګړې ورسره کمې شي.
په ورته وخت کې سیاسي شنونکي افغانستان د امریکا لپاره تر ټولو مهم هېواد یادوي، خو ټینګار کوي چې بایډن به د خپل حکومت په سلو ورځو کې د افغانستان د سولې پر مسله هېڅ خبرې ونه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی سید ناصر موسوي وايي، کېدایشي د بایډن په حکومت کې له طالبانو سره په هوکړه کې ځینې بدلونونه راشي او زیاتوي، تر هغه چې د افغانستان د سولې پروسه یوې پایلې ته ونه رسېږي، امریکا به خپل سرتېري دلته وساتي.
یو شمېر نور سیاسي شنونکي وایي، په افغانستان کې سوله د امریکا پر بهرني سیاست پورې اړه لري.
د سیاسي چارو شنونکی علي فایز کلید ته په خبرو کې له امریکا سره د طالبانو هوکړه سولې ته د رسېدو په برخه کې خنډ وبلله.
دا هیلې پر داسې مهال څرګندېږي چې د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رییس جوبایډن تېره ورځ د امریکا د ۴۶م جمهور رییس په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.
هغه د جمهور رییس په توګه د خپل کار تر پیل وروسته درې مهم فرمانونه لاسلیک کړل، چې د پارس اقلیم ته بیرته ورګرځېدل او امریکا ته د ورتګ محدودیتونو لېرل کول پکې شامل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


