دده په خبره، امریکا باید د ګوندونو، رنګونو، مذهبونو او طبقو له امله و نه وېشل شي، بلکې د یوې پیاوړې امریکا لپاره دې تر هر څه وړاندې هر وګړی د یووالي لپاره کار وکړي.
هغه همدا راز وویل، د مخالفو او موافقو امریکایانو جمهور رییس دی او د ټولې امریکا لپاره به کار کوي.
بایډن ټینګار وکړ چې د امریکا د پرمختګ لپاره پراخ پلانونه لري او تر ټولو مهمه دا ده چې د کورونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي او له امله یې رامنځ ته شوی ناوړه اقتصادي وضعیت سم کړي.
دی د امریکا په حکومت کې پراخه تجربه لري او د پخواني جمهور رییس بارک اوباما مرستیال و.


