ads

په خصوصي روغتونونو کې د کورونا ناسم تشخیص

د کلید ګروپ معلومات ښيي چې په خصوصي روغتونونو کې د کورونا د ټېسټ پایله سل فیصده کره او دقیقه نه ده، له همدې کبله په یو شمېر خصوصي روغتونونو کې د کورونا ناروغۍ تشخیص بند شوی دی.

فضل هادي حمیدي
1 سلواغه 1399
په خصوصي روغتونونو کې د کورونا ناسم تشخیص

کلید ګروپ داسې معلومات ترلاسه کړي، هغه کسان چې په خصوصي روغتونونو کې یې د کورونا ټېسټ منفي تشخیص شوی، خو وروسته معلومه شوې چې دغه کسان په کورونا اخته دي او د همدې ناروغۍ له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغو معلوماتو پربنسټ، د عامې روغتیا وزارت او خصوصي روغتونونو د ټولنې ترمنځ هم همغږي نشته. د عامې روغتیا وزارت د هغو خصوصي روغتونونو او لابراتوارونو شمېر چې د کورونا ټېسټ کوي، لس یادوي، خو د خصوصي روغتونونو ټولنه بیا دغه شمېره دوه چنده ښيي.
د کلیدګروپ د معلوماتو پربنسټ، په خصوصي روغتونونو کې د کورونا پر ټېسټ تر ۱۵۰۰ افغانیو لګښت راځي، خو هغوی ته تر ۳۵۰۰ پورې د فیس اخیستو اجازه ورکړل شوې او ځینې خو یې له دې هم لوړ فیس اخلي.
په افغانستان کې د کورونا ناروغۍ د پېښو له زیاتېدو سره هم مهاله یو شمېر خصوصي روغتونونو ته هم اجازه ورکړل شوه چې د کورونا ناروغۍ د تشخیص او درملنې په برخه کې فعالیت وکړي، خو د دغو روغتونونو له فعالیت څخه شکایتونه هم شته دي.
د کورونا د تشخیص په برخه کې د خصوصي روغتونونو د فعالیت او د هغوی د شمېر او هغو روغتونونو د شمېر چې د کورونا د تشخیص په برخه کې یې نیمګړتیاوې درلودې؛ لومړی په خپله د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو اوبیا د عامې روغتیا وزارت او خصوصي روغتونونو د ټولنې ترمنځ همغږي نشته او په معلوماتو کې یې ښکاره توپیر لیدل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وایي، دغه وزارت لومړی ۲۴ روغتونونو ته د کورونا د ټېسټ جواز ورکړی و، خو ۱۴ یې وروسته بیا بېرته له دې کبله بند کړل چې ورته ټاکل شويو معیارونو په پوره کولو کې پاتې راغلل:«زموږ په خصوصي برخه کې ۱۰ لابراتوارونه د کویډ ۱۹ معاینات کوي، خو په لومړي سرکې ۲۴ وو او هغه ۱۴ یې بیا د معیارونو د نه پوره کولو له کبله بند شول، لومړی مو ورته معیارونه ټاکلي وو، خو وروسته بیا دوی مسلکي کسان نه درلودل. وسایل یې معیاري نه وو او محیط یې هم پاک نه و. نو له څارنې وروسته مو بېرته د کویډ ۱۹ د تشخیص په برخه کې د هغوی فعالیت بند کړ.»
خو د عامې روغتیا وزارت له کورونا سره د مبارزې او بيړنیو حالاتو د برخې مشر ډاکټر میرلیث مصطفی په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند د ټولو هغو روغتونونو شمېر چې د کورونا د ټېسټ جواز ورکړل شوی؛ ۲۴ او بند شوي ۱۴ یادوي. نوموړی بیا په ټوله کې خصوصي روغتونونو ته چې د کورونا د ټېسټ جواز ورکړل شوی، ۱۷ او بند شوي بیا ۸ ښيي: «په لومړیو کې موږ ۱۷ لابراتوارونو ته اجازه ورکړه چې هغه وخت یې معیارونه پوره کړي وو، خو وروسته چې موږ څارنه وکړه بیا موږ ۸ لابراتواره بند کړل او ۹ پاتې شول چې وروسته یو بل هم فعال شو او اوس ۱۰ خصوصي لابراتوارونه د کورونا د ټېسټ په برخه کې فعالیت کوي.»
خو د خصوصي روغتونونو د ټولنې مشر ډاکټر فردین غرمان بیا وایي، په لومړي سرکې شاوخوا ۲۰ لابراتوارونو ته د کوېډ ۱۹ د ټېسټ اجازه ورکړل شوې وه، چې بیا وروسته یې د یو شمېر هغو فعالیت یوه موده وځنډول شو، خو اوس بېرته ۲۰ لابراتواره فعالیت لري:
« شلو لابراتوارونو جواز اخیستی و، خو بیا د لسو یا ۱۱ لابراتوارونو نمره د تخنیکي ستونزو له کبله لږ ټیټه وه، چې هغه ستونزې یې بیا حل کړې او اوس شل خصوصي لابراتوارونه فعالیت کوي.»
د خصوصي لابراتوارونو له خوا د کورونا د معاینې پایلې څومره سمې دي؟
د خصوصي لابراتوارونو د کوېډ ۱۹ معاینات ډېر کره نه دي او تر یوه بریده ستونزې لري چې دا ستونزه، د عامې روغتیا وزارت، له کورونا سره دمبارزې مشر او د خصوصي روغتونونو د ټولنې مشر هم مني. همدارنګه د خصوصي روغتونونو د ټولنې مشر بیا وایي چې دغه ستونزه تر ډېره اوس حل شوې ده.
یو له دغو مواردو څخه چې د کورونا د ټېسټ پایله غلطه وه، هغه د هېواد د مشهور لیکوال او شاعر رهنورد زریاب وه.
د استاد زریاب یوه نېږدې دوست منوچهر فرادیس په خپله یوه مقاله کې لیکلي چې استاد زریاب د کابل په یوه معتبر روغتون کې دوه ځله د کورونا ټېسټ وکړ او پایله یې منفي وه، خو کله یې چې د ناروغۍ د اوږدېدو له کبله بیا په بګرام کې ټېسټ وکړ؛ نو هلته یې ورته وویل چې استاد پوره ۱۹ ورځې وړاندې په کورونا ناروغۍ اخته شوی دی.
ښاغلی فرادیس زیاتوي، په داسې حال کې چې د استاد زریاب د کابل له ټېسټونو چې پایلې یې منفي وې، ۱۴ ورځې تېرې شوې وې؛ خو په بګرام کې یې ورته وویل چې ۱۹ ورځې وړاندې په کورونا اخته شوی دی.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کی هم مني چې د خصوصي روغتونونو د کورونا په ټېسټ کې تېروتنې شته او له همدې کبله یو شمېر روغتونونه بند شوي دي: «موږ داسې موارد ترلاسه کړي چې د یو شمېر خصوصي لابراتوارونو د ټېسټ پایلې اشتباه وې، خو دوی دا دلیل وایي، چې کېدای شي د سمپل له اخیستو وروسته په کورونا اخته شوی وي، له همدې کبله موږ له څارنې وروسته یو شمېر لابراتوارونه بند کړي هم دي.»
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کی هم د استاد زریاب د ټېسټ د پایلو غلط راوتل مني او وایي چې له دې څخه وروسته د دوی څارنه نوره هم جدي شوه: «د روغتیا وزارت رهبرۍ هم دغه شاعر او لیکوال ته په کتو سره چې له بده مرغه د کورونا ناروغۍ له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ، دا یې لازمه او جدي وګڼله چې که خصوصي روغتونونه بیا هم داسې تېروتنه وکړي، نو بیا به عدلي او قضایي ادارو ته ورمعرفي شي.»
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت له کورونا سره د مبارزې مشر میرلیث مصطفی وایي، ډېره کله چې دوی د خصوصي روغتونونو له خوا ټېسټ شوي سمپلونه بیا ټېسټ کړي، ډېر یې سم وو خو د یو شمېر یې پایلې غلطې هم راوتلې وې.
مصطفی زیاتوي، له همدې کبله دوی خپله څارنه جدي کړې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره یې ګامونه اوچت کړي، خو که د نوموړي لابراتوار فعالیت د دوی له معیارونو سره سم نه و نو هغه لابراتوار یې بند کړی دی:« ډېر ټېسټونه چې موږ دوهم ځلي کړي ډېر یې سم وو خو کم شمېر یې اشتباه وو، مو بیا څارنه کړې چې دوی کومې ستونزې لري چې ټېسټ یې اشتباه کړی خو که زموږ له معیارونو سره سم عمل یې نه وي کړی هغه لابراتوارونه موږ بند کړي دی.»
په ورته وخت کې د خصوصي روغتونونو د ټولنې مشر ډاکټر فردین غرمان وایي، پخوا دا ستونزې وې چې د ځینو ټېسټونو پایلې به اشتباه وې خو په وینا یې اوس ۹۹ سلنه دغه ستونزې حل شوې دي:« اوس ډېر دقت کېږي، پخوا هم په شخصي او هم په دولتي کې دا ستونزې وې، ماشینونه سل فیصده د ټېسټ د پآیلو د سموالي ضمانت نه کوي، اوس به هم یو شمېر ستونزې هم په شخصي او هم په دولتي لابراتوارونو کې وي خو بیا هم زه وایم چې ۹۹ سلنه دغه ستونزې حل شوې دي.»
دخصوصي روغتونونو او لابراتوارونو څخه څارنه او له سرغړوونکو سره د حکومت چلند:
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وایي، د کورونا په برخه کې د خصوصي روغتونو له فعالیت څخه د څارنې لپاره د خصوصي سکتور او عامې روغتیا وزارت د کورونا اړوندو بېلابېلو څانګو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شوې ده چې په دوامداره توګه د خصوصي لابراتوارونو له فعالیت څخه څارنه کوي: «موږ څارنه کوو، د خصوصي سکتور، څارنې او ارزونې، سرویلانس او لابراتوارونو د ډیپارټمنټونو استازي شته او څارنه کوي خو که سرغړونې پیدا کړي، نو بیا هغه لابراتوار بندوي لکه ډېر مو چې بند کړي، دغه کمېټه هره ورځ څارنه کوي، خو په اونۍ کې یو ځلې خپل راپور د عامې روغتیا وزارت ته ورکوي او د عامې روغتیا وزارت مشرتابه بیا هغه له جمهوررییس او کابینې سره شریکوي.»
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند وایي، هغه لابراتوارونه چې تېروتنې او سرغړونې یې کړې دوی تر اوسه یوازې بند کړي دي، خو د همدغه وزارت له کورنا سره د مبارزې مشر میرلیث مصطفی وایي، دوی د سرغړونو په تور یو شمېر لابراتوارونه څارنوالۍ ته هم معرفي کړي خو نوموړی یې د شمېر او هویت په اړه جزییات نه ورکوي:« یو هغه موارد دي چې باید اصلاح یې کړي او یو تخطي ده، نو دوی چې تخطي کوي هغوی بیا څارنوالۍ ته معرفي کوو او یو شمېر مو په مستنده توګه معرفي کړي هم دي خو د شمېر په اړه یې څه نه شم ویلی.»
خو د عامې روغتیا وزارت د څارنې او ارزونې د څانګې غړی او د افغانستان د اروا پوهانو د ټولنې مشر ډاکټر عزیزالدین همت وایي، لومړی دوی ته د څارنې واک نه ورکول کېږي او که بیا واک ورکړل شي نو بیا یې وړاندیزونه څوک نه عملي کوي.
نوموړي له کلید سره په خبرو کې وویل، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د خپلواکو څارنو واک نه لري:«موږ ته د قوانینو ریاست د څارنې واک نه دی راکړی خو د قوانینو ریاست د درملتونونو د څارنې مسوولیت لري او آن زموږ د څارنې او ارزونې عمومي رییس دا واک نه لري چې د څارنې لپاره ډاکټران ولېږي.»
ډاکټرعزیزالدین همت وایي، له ځینو روغتونونو او لابراتوارونو څخه یې چې لیدنه او څارنه کړې او راپور یې د عامې روغتیا وزارت ته راوړی، خو په اړه یې بیا قانوني اقدامات نه دي شوي.
ډاکټر همت د خصوصي لابراتوارونو او روغتونونو په اړه د عامې روغتیا وزارت له خوا د جدي چلند د نه کېدو علت زورواکي په ګوته کوي او وایي، چې یو شمېر خصوصي روغتونونه او لابراتوارونه د زورواکو، چارواکو او ملي شورا د غړو دي؛ نو په اړه یې څوک ګام نه شي اخیستلای:«د یوه خصوصي روغتون له لابراتوار څخه مو لیدنه وکړه، نه یې لابراتوار او نه یې هم روغتون معیاري و، روغتون یې نظافت هم نه درلود، موږ راپور راوړو خو په اړه یې هیڅ اقدام ونه شو ځکه هغه روغتون کې د ملي شورا یو غړی شریک دی نو له وکیل سره د چا زور برابر دی.»
خو د عامې روغتیا وزارت له کورونا سره د مبارزې مشر میرلیث مصطفی وایي، چې تر اوسه هیڅ داسې نه دي شوي چې دوی کوم لابراتوار بند کړی وي خو کوم چارواکي او یا زورواکي پرې د فشار په پایله کې بېرته پرانیستی وي:« موږ د خپلو معیارونو سره سمه څارنه کوو، خو موږ تر اوسه هیڅ داسې مورد نه لرو چې کوم غیرمعیاري لابراتوار چې موږ بند کړی وي هغوی په موږ فشار راوړی وي چې بیرته یې پرانیزو.»
دکورونا د ټېسټ لپاره دخصوصي روغتونولپاره د عامې روغتیا وزارت له خوا د فیس ټاکل:
په داسې حال کې چې خلک شکایت کوي چې ځینې روغتونونه د کورونا د ټېسټ په بدل کې تر ۵ زرو افغانیو فیس اخلي خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وایي، دغو روغتونونو ته ۳۵۰۰ افغانۍ فیس ټاکل شوی او که له چا څخه له دې ډېر فیس اخیستل کېږي نو د عامې روغتیا وزارت ته دې شکایت وکړي او په اړه به یې جدي اقدامات وشي:
« ۳۵۰۰ فیس ورته ټاکل شوی اوله دې څخه لوړ فیس نه شي اخیستلای خو که له چا څخه اخیستل کېږي بیا دې زموږ د شکایاتو له ۱۶۶ وړیا شمېرې سره دې اړیکه ونیسي او یا دې په حضوري توګه خپل شکایت ثبت کړي.»
په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت د خصوصي لابراتوارونو لپاره د کورونا د ټېسټ فیس ۳۵۰۰ افغانۍ ټاکلی، د خصوصي روغتونونو د ټولنې مشر ډاکټر فردین غرمان وايي، چې په یوه ټېسټ ۱۵۰۰ لګښت راځي خو د نورو لګښتونو سره باید دوی تر ۳۵۰۰ پورې فیس واخلي:« د ټېسټ بیه ۱۵۰۰ افغانۍ ده خو د نورو لګښتونوسره تر ۲۵۰۰ پورې رسیږي، پخوا به تر ۱۰۰ ډالرو پورې فیس اخیستل کېده خو اوس راټیټ شوی دی.»
خو د عامې روغتیا وزارت د څارنې او ارزونې د ریاست غړی او د افغانستان د اروا پوهانو د ټولنې مشر ډاکټر عزیزالدین همت وایي، چې حکومت په لوی لاس په دولتي روغتونونو کې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی محدود کړی او خلک په دې کمزوري اقتصادي حالت کې اړ دي چې خصوصي روغتونونو ته مراجعه وکړي:« په تاسف سره چې دولت دولتي روغتونونو کې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی کم کړی او خلک اړ دي چې خصوصي روغتونونو ته ولاړ شي.»
په خلکو د کورونا ناروغۍ رواني اغېز:
د افغانستان د اروا پوهانو د ټولنې مشر ډاکټر عزیزالدین همت وایي، کورونا دومره خطرناکه ناروغي نه ده لکه تبلیغات چې ورته وشول، په وینا یې آن دا د عامه پوهاوي له حده ډېر اعلانونه هم د خلکو په رواني حالت ناوړه آغېزه کوي:« منفي تبلیغاتو په خلکو ډېر ناوړه آغېز کړی، آن دا په مبایل کې د اړیکې نیولو پرمهال چې وایي، لاس پریمنځی، ماسک واغوندئ، د ګڼې ګوڼې ځایونو ته مه ځئ، دا له رواني پلوه د بدن مقاومت کمزوری کوي، له حکومت څخه غواړم چې دا اعلانونه بند کړي، آن ما خپل د سرویلانس رییس ته وویل چې دا د ناروغانو او مړو شمېرې هره ورځ مه اعلانوئ چې په خلکو له رواني پلوه ناوړه آغېز کوي.»
د خصوصي روغتونونو د ټېسټ د کره والي په برخه کې مسوولین په داسې حال کې ستونزې مني چې اوس ډېری هېوادونو د مسافرو د ورتګ یو شرط د کورونا د ټېسټ منفي پایله ټاکلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA