د یادو مراسمو ترسره کېدو ته د امریکا په ګڼو ایالاتونو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د دغه هېواد د ملي ګارد کابو ۲۵ زره سرتېري د امنیت ټینګېدو ته ګمارل شوي دي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، یاد مراسم به د کورونا ویروس له امله په محدوده بڼه ترسره شي.
د مراسمو ترسره کوونکو له امریکایي وګړو غوښتنه کړې چې په کور کې پاتې شي او په یادو مراسمو کې له ګډون ډډه وکړي.
د بایډن د لوړې تر مراسمو وروسته به هغه د امریکا ملت ته وینا هم وکړي.
بلخوا، داسې اوازې هم دي چې د بایډن د لوړې پر مهال به د امریکا په ګڼو ایالاتونو کې د ټرمپ پلویان لاریونونه وکړي، چې تر دې وړاندې د امریکا د ملي ګارد له لوري د ځپلو خبرداری ورکړل شوی دی.


