د هغه په خبره، هغه څه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شوي، په دقت سره به یې و ارزوي، دا چې د طالبانو له خوا کومې ژمنې عملي شوې او کومې نه، دا به و ارزوي.
بلېنکن همداراز ویلي، د هغو شلو کلنو لاسته راوړنو له ساتنې پرته چې افغان ښځو او نجونو په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه کړې، هېڅ هوکړه به دوامداره نه وي.
بلخوا ویل کېږي، چې د طالبانو مرکچي پلاوي د خپلو اووه زره نورو زندانیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده، خو ارګ ویلي دي چې حکومت د طالبانو د لا نورو زندانیانو د خوشې کولو طرفدار نه دی.
د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو رییس وحیدعمر وایي، د طالبانو د اووه زره نورو زندانیانو د خوشې کولو غوښتنه بې ځایه ده.
هغه چې د چهارشنبې په ورځ یې په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، له پنځه زره د ډېرو طالب زندانیانو په خوشې کولو نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم نه شو، اوربند ونه شو او هېڅ مثبت بدلون ترسترګو نه شو، بلکې د جګړې لمن نوره هم پراخه شوه.
په ورته وخت کې شنونکي په دې آند دي، چې د جوبایډن اداره به د طالبانو او امریکا ترمنځ په شوي هوکړه لیک کې یو لړ بدلونونه راولي.
محمدیوسف امین ځاځی وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لیک نیمګړی دی او دا د افغانستان د سولې لپاره ګټور نه دی.
د هغه په خبره، د دغه هوکړه لیک د عملي کېدو لپاره هیڅ ضمانت نشته.
بلخوا د سیاسي چارو شنونکی سیدناصر موسوي وایي، د جوبایډن ډله له لومړي سره په دغه هوکړه لیک کې د بدلون غوښتونکې وه خو دا د یاد هوکړه لیک د لغوه کولو په معنا نه دی.
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته تللی دی، چې په دغه سفر ې به په دوه اړخیزو اړیکو، د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا او له افغان سولې څخه د اسلامي نړې د ملاتړ په زیاتولو به له سعودي چارواکو سره بحث وکړي.


