دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۹۵ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۲ زره او ۵۵۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۱۰زره او ۲۹۹، په مکسیکو کې ۱۴۱زره او ۲۴۸، په هند کې ۱۵۲زره او ۴۱۹، په بریټانیا کې ۹۰ زره او ۳۱، په ایران کې ۵۶ زره او ۸۸۶ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۵۵ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


