ads

کویډ ـ ۱۹؛ د روغتیایي لارښوونو په عملي کېدو ټینګار

په ننګرهار کې له کورونا ناروغۍ رغېدلي ډېری هغه کسان دي چې روغتیایي لارښوونې یې عملي کړې وې.

جان اغا صالح
30 مرغومی 1399
کویډ ـ ۱۹؛ د روغتیایي لارښوونو په عملي کېدو ټینګار

دوی وایي، اوسمهال په خپل ورځني ژوند کې روغتیايي لارښوونو ته پام کوي او پر نورو یې هم د عملي کېدو ټينګار کوي.
په دغه ولایت کې له کورونا ناروغۍ رغېدلي کسان وایي، له دې ناروغۍ يې د رغېدو یو لامل د روغتيايي لارښوونو عملي کول وو.
د دندو درلودونکي کسان هم د کورونا ناورغۍ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
فریمه امرخیل د ننګرهارعامه کتابتون مسوله ده.
دا وایي، کله چې د کورونا ناروغۍ د خپرېدو د مخینوي په هدف يې خپلې چارې له کوره سمبالولې، له ډېرو ستونزو او کړاونو سره مخ وه.
د نوموړې په خبره، اوسمهال چې څوک کتابتون ته د مطالعې په هدف ورځي، د پخوا په پرتله ټولنیز واټن په پام کې نیسي او روغتیایي لارښوونو ته پام کوي.
«کله چې قرنطین و، نو زه به هم دفتر ته نه راتلم او زړه مې هم تنګ و. د دفتر چارې به مو د موبایل او انټرنېټ له لارې سمبالولې، خو بیا هم له ستونزو سره مخ وم او روغتیایي لارښوونې مې ټولې په پام کې نیولې.»
کورونا ناروغۍ په هېواد کې د زده کړو بهیر هم ټکنی کړی .
شاهدالله هم هغه زده کوونکی دی چې د کانکور ازموینې ته د چمتوالي په هدف جلال اباد ښار ته راغلی و، خو کورونا یې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړې.
هغه وایي، اوس یې د ژوند ټولې چارې په سم ډول تنظیم کړې او په ورځني ژوند کې له اړتیا پرته د ګڼې ګوڼې ساحو ته تګ راتګ نه کوي.
«زه شاهد نومېږم، د شینوارو ولسوالۍ یم، په ډېرې سختۍ ښار ته راغلم، دلته مې د کانکور ازموینې لپاره د چمتوالي په هدف زده کړې پیل کړې، خو کورونا پکې راغله او ټول کورسونه رخصت شول. کورونا ویروس د دې لامل شو چې ویلي درسونه مې ټول له ذهنه ووځي او له بده مرغه د کانکور په ازموینه کې بې پایلې شوم.»
ثمرګل بیا په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو پلورونځی لري.
دی وایي، اوسمهال یې ورځنۍ چارې عادي روانې دي او پر پېرودونکو یې ډېر ټینګار دا وي چې له ماسک، لاسپوښونو (دسکشو) او نورو هغو وسایلو کار واخلي چې د کورونا ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي.
«د کورونا ناروغۍ پر مهال مو هټۍ بنده وه او له ما سره شپږو کسانو دلته کار کاوه، نو کله چې قرنطین شوو، دوی ټول بې روزګاره شول او موږ هم ډېر اقتصادي زیان ولید، خو اوس چې پېرونکي (مشتریان) راځي، روغتیایي لارښوونې ټولې په پام کې نیسي.»
د کورونا د لومړۍ څپې اغېزې ختمې نه وې چې دویمه څپه راښکاره شوه.
محمد سمیع د جلال اباد ښار هغه اوسېدونکی دی چې د دې ناروغۍ د لومړۍ څپې پر مهال د بې پروايۍ له امله یې د کورنۍ ټول غړي پر کورونا اخته او ترڅنګ یې مور او پلار هم پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو له امله له لاسه ورکړي دي.
د نوموړي په خبره، په لومړیو کې یې کورونا ناروغي بابیزه ګڼله او همدا لامل و چې د کورنۍ نور غړي یې هم پر کورونا اخته شول.
محمد سمیع وایي، د کورونا ناروغۍ پر مهال یې اقتصادي زیان هم لیدلی، خو زیاتوي تر زیان روغتیا غوره ده.
«کله چې کورونا ناروغي په لومړيو کې خپره شوه، موږ ورته هېڅ پام نه کاوه، زموږ په کورنۍ کې لومړی زما مور بي بي په دې ناروغۍ اخته شوه، چې وچ ټوخی، ساه بندي (نفس تنګي) او نور علایم یې درلودل. د څو ورځو په تېرېدو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ او د مور له مرګ وروسته مې پلار هم په دې ناروغۍ اخته شو چې د څو ساعتونو له تېرېدو وروسته ومړ.»
هغه وایي، د دې ناروغۍ درد ور یاد دی او نور به یې پر وړاندې بې پروايي ونه کړي.
د ده په وینا، اوس هم روغتیايي لارښوونې عملي کوي او هم ورځني کارونه په منظم ډول ترسره کوي.
محمد سمیع له ټولو خلکو غواړي چې په خپل ورځني ژوند کې روغتیایي لارښوونې جدي عملي کړي.
«اوس چې زه دوکانداري هم کوم، نو ماسک، لاسپوښونه (دسکش) او نورې لارښوونې مې په غوږ کې دي، هر وخت خلکو ته هم دا وایم چې کورونا عادي مه ګڼئ، بلکي جدي یې ونیسئ.»
ګلزاده سنګر چې د ننګرهار د حوزوي روغتون کار کوونکی دی، له دې ناروغۍ په امن کې نه دی پاتې شوی.
هغه وایي، که څه هم اوس ورځنۍ چارې له روغتيایي لارښوونو سره سم مخته وړي، خو نورو ته هم د دغه کار سپارښتنه کوي.
«زه به ډېر وخت دکورونا ناروغۍ پر مهال روغتون کې وم او پوهېدم چې یوه ورځ به پر دې ناروغۍ اخته کېږم، نو همداسې وشول. د کورونا ټېسټ مې وکړ او له درېیو ورځو وروسته مې نتیجه مثبته شوه؛ چې کله راته له کورونا سنټر تلیفون وشو، چې پر دې ناروغۍ اخته یې، نو ډېره ضربه مې ولیدله.»
دی وایي، که دکورونا ناروغۍ پر مهال یې روغتیایي لارښوونې نه وی عملي کړې، نو اوس به یې دکورنۍ ټول غړي پر دې ناروغۍ اخته شوي وو.
«کله چې زه پر کورونا اخته شوم، نو ما ځان قرنطین کړ او له نورو مې ځان لېرې ساته. له خپلې مېرمنې، اولادونو، مور او پلار سره مې هم هېڅ اړیکې نه نیولې او ځان مې ګوښه ځای کې قرنطین کړی و. که ما داسې نه وی کړي، نو بیا به مې د کورونۍ نور غړي هم پر دې وبا اخته شوي وو.»
سندرغاړو هم د سندرو په ژبه خلک هڅول چې له اړتیا پرته دې د ګڼې ګوڼې ساحو ته نه ورځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA