ads

روان وضعيت او هدفي وژنو مدني فعالان اندېښمن کړې دي

کابل کې د ۶۰ مدني بنسټونو استازي وايي، روان امنيتي وضعيت او  هدفي وژنو زياتېدو ته اندېښمن دي، له حکومت او نړيوالو بنسټونو غواړي چې د روان وضعيت د کنټرول په برخه کې دې اقدامات وکړي او په غندنو دې بسنه نه‌کوي.

منصور یوسفزی
30 مرغومی 1399
روان وضعيت او هدفي وژنو مدني فعالان اندېښمن کړې دي

دوی ټينګار کوي، مدني فعالان او خبريالان په هدفي برېدونو کې وژل کېږي، خو قاتل یې نه‌دی معلوم.

مدني فعاله او د تبسم سازمان مشره ترنم سعيدي د سه‌شنبې پر ورځ په يو خبري کنفرانس کې وويل، په دې وروستيو کې هدفي وژنو او د خبريالانو او مدني فعالانو پر وړاندې شته ګواښونو ته اندېښمنه ده او لا نه‌ده په ډاګه چې له کوم ځايه ګواښل کېږي.

دا زياتوي، داسې کسان شته چې غواړي د خبريالانو او مدني فعالانو روحيه کم‌زورې کړي او له امله یې فعال وګړي د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

سعيدي د سولې مذاکراتو ته په اشارې وويل، د مذاکراتو له پيلېدو شاوخوا څلور مياشتې کېږي، خو کومه پايله یې نه‌ده لرلې او وروسره هم‌مهاله هره ورځ خلک قربانې کېږي.

نوموړې وويل:

«له بده مرغه په دې وروستيو کې خبريالان او مدني فعالان په هدفي وژنو کې وژل کېږي، چې موږ یې سخت اندېښمن کړې يوو او لا معلومه نه‌ده چې له کومه ځايه ګواښل کېږو او څوک مو وژني.»

د نسل سبز مدني بنسټ مشر او مدني فعال شهرام رحماني بيا وايي، امنيتي بنسټونه بايد د خبريالانو او مدني فعالانو د خوندي پاتې کېدو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

دی زياتوي، د هدفي وژنو عاملان بايد په ګوته شي او نړيوال بنسټونه دې پر غندنو بسنه وکړي.

رحماني وويل:

«زموږ اساسي غوښتنې دا دي چې لومړی دې اوربند وشي، ځکه دواړه خواوو ته افغانان وژل کېږي، افغان وژنه بايد ودرول شي، امنيتي بنسټونه بايد د خبريالانو او د مدني فعالانو د امنيت ټينګښت په برخه کې اقدامات وکړي، د هدفي وژنو عاملين هم بايد په ګوته شي.»

بل لور ته خبريالان هم روان وضعيت ته اندېښمن دي او وايي، دوی په هېواد کې په پوره بې‌طرفۍ خپل رسنیز فعالتونه کوي او نه‌بايد هدف وګرځي.

دوی زياتوي، د خبريالانو له وژل کېدو سره هڅه کېږي چې د بيان د ازادۍ غږ خاموش شي:

«په دې ورستيو کې خبريالان ډېر په نښه کېږي، خبريالانو تر اوسه پورې خپل کارونه په پوره بې‌طرفۍ سره پر مخ بيولي دي، د دوی د ژوند خونديتوب دې بايد پاملرنه وشي او د خبريالانو له وژل کېدو سره تر ډېره هڅه شوې چې د بيان د ازادۍ غږ په هېواد کې خاموش کړای شي.»

تر دې مخکې د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ويلي وو چې د خبريالانو او مدني فعالانو اندېښنو ته په کتو سره د دوی د امنيت ټينګښت د ياد وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.

د مدني فعالانو او خبريالانو د وژل کېدو په تړاو شته اندېښنې په داسې حال کې زياتې شوي دي چې څه د پاسه دوو مياشتو کې شپږ خبريالان او يو شمېر نور مدني فعالان د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

حکومت د روان وضعيت پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبان بیا د مدني فعالانو او د خبريالانو وژل کېدو په برخه کې خپل لاس لرل رد کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA