ads

د پکتیا ښځېنه فعالانې: د موقت حکومت رامنځته کولو ته اړتیا نشته

د پکتیا ولایت ښځېنه فعالانې وايي، په هېڅ صورت به چاته اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې موقته اداره رامنځته کړي.

خیرالدین ذکي
29 مرغومی 1399
د پکتیا ښځېنه فعالانې: د موقت حکومت رامنځته کولو ته اړتیا نشته

د دوی په وینا ځینې سیاسي ډلې د شخصي ګټو لپاره د دې پر ځای چې د شته نظام ملاتړ وکړي، پر وړاندې یې بېلابېل خنډونه جوړي.

هغوی څرګندوي مېرمنې د یوې داسې سولې غوښتونکي دي چې هېواد له کورنیو جګړو او پردیو لاسوهنو خوندي وساتل شي.

په افغانستان کې د موقت حکومت د غوښتنې په اړه د ځینو سیاسي څېرو او ګوندونو وروستۍ څرګندونې د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د خلکو له غبرګونونو سره مخ شوې دي.

د پکتیا ښځېنه فعاله روحانیه سحر په اندېښنې سره وايي تېر تریخ تاریخ ته په کتو دې سیاسیون د بیا ځلې لپاره د لنډ مهاله حکومتونو په اړه فکر نکوي.

« په افغانستان کې په هېڅ  صورت خلک د موقت حکومت ملاتړي نه دي او نه هم دا څه بریالي کیدای شي، دغې موضوع ته ځیني سیاسي څیرې او ګوندونه د شخصي ګټو لپاره کمپاین کوي، دا د ګوتو په شمېر خلک دي.»

د ښځو فعالې زرغونې همت کلید ته وویل د شته نظام د نيمګړتياوو حل ته بايد کار وشي، خو چاته دا اجازه نه ورکوي چې هېواد دې بیا له تېرو ننګونو سره مخ شي.

نوموړې څرګندوي خلکو به هغه وخت د موقت حکومت د رامنځته کیدو ملاتړ کړای چې ولسمشر غني او ادارې يې د سولې خبرو د ناکامۍ لپاره هڅه کولای، خو په قول يې اوس افغان حکومت د سولې راتلو لپاره ټول امکانات پر لاره اچولي او په هېواد کې سر تاسري سولې ته ژمن دي.

« په هغه صورت کې به موږ موقته اداره غوښتله چې دا نظام په افغانستان کې د سولې مخالف وای، په هغه وخت به بیا موږ پاڅونونه کول او موقت حکومت به مو غوښتل او هم به مو د ولسمشر د لیرې کیدو غوښتنه خو اوس مهال افغان حکومت سولې ته پوره ژمن دی بیابه نو ولي څوک د موقتې ادارې ملاتړ وکړي.»

پر همدې د ځوان پارلمان غړی احمد الله احمدي وايې یو شمېر کسان او سیاسي ډلې د سولې په پلمه خپلو شخصي ګټو ته د رسیدو لپاره د موقت حکومت غوښتنه کوي.

هغه وویل موقتو حکومتونو په تېر کې هېواد ته له ناورین پرته بل څه نه دي راوړي نو ځکه هم افغانان د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندي کیدل غواړي او دا څه د موجوده نظام په شتون کې ویني.

 « د موقت حکومت غوښتنه ولس نه کوي، د موقت حکومت غوښتنه هغه څوک کوي چې د دوی شخصي ګټې پکي خوندي دي، نن هغه څوک د موقت حکومت غوښتنه کوي چې د ولس باور په دوی باندې له منځه تللی، په هغه صورت کې به خلکو د موقتې ادارې غوښتنه کولای چې افغان حکومت سولې ته ژمن نه وای خو حکومت تر بل هر څه سولې ته لومړیتوب ورکوي.»

یاده دي وي چې د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې افغان او طالب مرکچي پلاوي د سولې په خبرو او د خپلو شرطونو منل کېدو لپاره په چنو بوخت دي، خو ولسونه د سولې په روانو مذاکراتو کې د ملي ګټو او ارزښتونو د ساتنې غوښتونکي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA