ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۳۹۷زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۳ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۳۹۷ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
29 مرغومی 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۳۹۷زره واوښت
امریکا

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۹۵ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۲ زره او ۱۷۷ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۰۹زره او ۸۴۷، په مکسیکو کې ۱۴۰زره او ۷۰۴، په هند کې ۱۵۲زره او ۲۷۴، په بریټانیا کې ۸۹ زره او ۴۹۹، په ایران کې ۵۶ زره او  ۸۰۳ او په پاکستان کې ۱۰ زره او ۹۹۷تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA