هغه څرګندوي، پخوا دلته د یوې حوزي د منسوبینو له لوري ښار او نیږدې سیمې کنټرولیدي چې په قول يې وخت نا وخته به د ساحې د پراخوالې له امله پولیسو پر وخت پېښو ته رسیدنه نشوی کولای.
«هغه ستونزې چې پخوا په ښار او نیږدې سیمو کې موجودي وي، هغوی ته به پر خپل رسیدنه کیږې او هیڅ چا ته به اجازه ورنکړل شي چې له قانون څخه سرغړونه وکړي، د دوو نویو حوزو په جوړیدو سره به د امنیت ساحه هم پراخه شي او پر خپل وخت به د نا امنۍ او جنايې پېښو ته رسیدنه وشي.»
مدني فعال عبدالروف وايي، ښرنې ښار په دې وروستیو کې ډيره پراختیا پیدا کړې او د یوې حوزې د پولیسو له لوري يې کنټرول ستونزمن وو.
نوموړي وویل، د نویو حوزو او پکي د ځای پر ځای شویو پولیسو د فعالیتونو په ترسره کیدو سره به په ښار او اړونده نورو سیمو کې د نا امنۍ او جنايې پېښو مخه تر ډيره بریده ونیول شي.
«دا چې وړاندې د پکتیکا مرکز ښرنه ټول د یوې حوزې اړوند وو خو دا چې ښار ډير پراخوالی پیدا کړی ځکه يې هم امنیت خوندي نه وو، اوس په ښرنه ښار کې دوو نویو حوزو په رسمي ډول کار پیل کړ او د پولیسو تشکیل زیات شو نو دا به په ښار او اړونده کلیو کې د نا امنۍ او جنايې پېښو مخه تر ډيره بریده ونیسي.»
د پکتیکا ځيني نور اوسیدونکي هم وايي، څومره چې امنیتي کمربندونه او پوستې ډيریږې همدومره د نا امنۍ او جنايې پيښو کچه راټیټیږې.
هغوی څرګندوي ښار ډيره پراختیا پیدا کړې او په قول يې د یوې حوزې د پولیسو په کم تشکیل سره د ښار او اړونده سیمو کې د پېښو مخنیوی خورا ستونزمن وو.
«د پکتیکا په مرکز ښرنه کې پخوا یوازي یوه حوزه وه خو دا چې امنیه قومندانۍ لازمه وبلله چې د حوزو شمېر زیات کړي په دې کار سره د ښار امنیت خوندي کیدای شي او همداشان به د جنايې پېښو په مخنیوي کې اغیزناک رول ولري.»
یاده دي وي چې په دې وروستیو کې د نور هېواد سربیره پکتیکا کې هم د ښار دننه او نورو سیمو کې جنايې پېښې ډيري شوې او وخت ناوخته د نا امنۍ د پېښو خبرونه هم خپریږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


