ads

داعش په نیجریا کې یوه نظامي اډه نیولې

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، داعش وسله وال پر دې توانېدلي چې د نیجریا په ختیځه برخه کې یوه نظامي اډه ونیسي.

محمدخان بریال
28 مرغومی 1399
داعش په نیجریا کې یوه نظامي اډه نیولې

سرچینې وایي، داعش وسله وال په موټرو کې دې سیمې ته تللي وو او پر یاده نظامي اډه یې برید وکړ.
د راپورونو پر اساس، د داعش ترهګرو له لوري د دې نظامي اډې تر نیولو وروسته له «مارته» سیمې زرګونه کورنۍ وتلې دي.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د بوکو حرام ډلې هلته پر یو ښوونځي هم برید وکړ چې لسګونه زده کوونکي یې وتښتول.
دې ډلې څو کاله وړاندې له داعش ډلې سره بیعت اعلان کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې ۲۰ زره کسان د بوکو حرام ډلې په بریدونو کې وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA