ads

په کندهار کې پر امنیتي ورکشاپ وسله وال برید پایته ورسېد

د کندهار امنیتي چارواکي وایي، نن سهار اووه بجې او ۵۰ دقیقې د کندهار دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت سرتېرو د موټرو پر ورکشاپ موټربم او وسله وال برید ترسره شو، چې تر څو ساعته وسله والې نښتې وروسته د څلورو برید ګرو په وژل کېدو سره پایته ورسېد.

محمدخان بریال
27 مرغومی 1399
په کندهار کې پر امنیتي ورکشاپ وسله وال برید پایته ورسېد

د دغه ولایت د امنیت امر مل پاسوال فرید احمد مشعل د شنبې په ورځ کلید ته وویل، دا برید د ملي امنیت پر ورکشاپ شوی او په وینا یې، د څلورو بریدګرو په وژل کېدو سره پایته ورسېد.
دی زیاتوي، وسله والو لومړۍ پر دغه ورکشاپ موټربم چاودنه وکړه او وروسته درېیو بریدګرو نښته پیل کړه.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې یوازې یو امنیتي سرتېری او یو بل تن ټپیان شوي او نور چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د مشعل په خبره، عملیاتو ځکه دومره وخت ونیو چې امنیتي ځواکونه د ماینونو په شنډولو او د سیمې په پاکولو بوخت وو، چې پر مهال یې ګڼ ماینونه شنډ شوي او له چاودېدونکو توکو ډک یو کرولا موټر هم له منځه وړل شوی دی.
که څه هم امنیتي بنسټونه دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.
تر اوسه د برید مسولیت هم چا نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA