ads

په کابل ماین چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل امنیتي چارواکي د ماین په چاودنه کې د دوو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
27 مرغومی 1399
په کابل ماین چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، پرون مازدیګر څلور بجې او ۵۰ دقیقې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند د سرکوتل په سیمه کې پر یو کرولا موټر د ماین چاودنه وشوه.
د ده په خبره، په پېښه کې یو تن ملکی وګړی ووژل شو او یو بل ټپي شو.
فرامرز زیاتوي چې دا پېښه تر څېړنې لاندې ده.
تر اوسه یې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA