ads

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمه مسوده رد کړه

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د شنبې په ورځ د دې جرګې عمومي غونډې ته د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمه مسوده وړاندې کړه، چې د رایو په اکثریت او د معاشونو د نه یوشان کېدو له امله رد شوه.

محمدخان بریال
27 مرغومی 1399
ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمه مسوده رد کړه

د دې جرګې غړو د نن ورځې عمومي غونډې ته وویل، د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې په دویمه مسوده کې ۲۱ زره حکومتي تشکیل کم شوی، ملي دسترخوان په بودجه کې شامل دی، د معاشونو ناانډوالي پر ځای پاتې ده او ولایتي پروژې له سنده ایستل شوې دي.
د دې جرګې رییس میرالرحمن رحماني یو ځل بیا د ښوونکو، اجیرانو او سرتېرو د معاشونو پر ډېرېدو ټینګار وکړ او هغه یې سره کرښه وبلل.
تر دې وړاندې جمهوري ریاست د ۲۰ میلیارده افغانیو زیاتېدو پر اساس د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه تایید کړې وه.
د ولسي جرګې د نن ورځې په غونډه کې ۱۳۷ وکیلانو شتون درلود، چې ۱۴ وکیلانو دغه بودجه تایید او پاتې نورو رد کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA