له دغه وزارت څخه تېره ورځ ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې متحده ایالاتونه تر بل هر وخت په افغانستان کې د جګړې پایته رسېدو ته نېږدې شوي دي.
بلخوا، پنټاګون ټینګار کړی چې امریکا به د ناټو تر څنګ د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو افغانستان بیاځلي د ترهګرو په پټنځي بدل نه شي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل په شرایطو پورې تړلي دي، هغه شرطونه چې د پنټاګون په خبره، له طالبانو سره د سولې په هوکړه کې بیان شوي.
ټاکل شوې چې د تېر میلادي کال په فبروري میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر اساس، د روان ۲۰۲۱ میلادي کال تر مې میاشتې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر صفر ته راټیټ شي.
خو په هېواد کې د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې په اوسنیو حالاتو کې له هېواد څخه د امریکایي سرتېرو داسې وتل به ناوړه پایلې ولري.