ads

په کابل کې ماین چاودنې دوه پولیس ووژل

د کابل امنیتي چارواکي د ماین په چاودنه کې د درېیو پولیسو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
27 مرغومی 1399
په کابل کې ماین چاودنې دوه پولیس ووژل

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار نهه بجې او ۱۵ دقیقې د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د کابل پوهنتون پر سرک پر یو لنډکروزر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې.
د هغه په خبره، یاد موټر د کابل امنیه قومندانۍ اړوند و، چې دوه پولیس پکې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار د ۱۷مې اناحیې اړوند د سرکوتل په سیمه کې هم پر یو کرولا موټر د ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی و.
تر اوسه د دغو چاودنو پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA