ads

په بلخ کې اته وسله وال طالبان وژل شوي

دفاع وزارت د افغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي..

محمدخان بریال
27 مرغومی 1399
په بلخ کې اته وسله وال طالبان وژل شوي
له دغه وزارت څخه تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان هوایي ځواکونو د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د طالبانو د تلاشۍ ځایونه په نښه کړي دي.
د وزارت خبرپاڼه وایي، په ترسره شوو هوایي بریدونو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د طالب جنګیالیو ډېر شمېر وسلې او څو نقلیه وسایل هم له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA