دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۹۳ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۱ زره او ۳۲۵ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۰۸زره او ۲۴۶، په مکسیکو کې ۱۳۷زره او ۹۱۶، په هند کې ۱۵۱زره او ۹۱۸، په بریټانیا کې ۸۷ زره او ۴۴۸، په ایران کې ۵۶ زره او ۵۳۸ او په پاکستان کې ۱۰ زره او ۸۶۳تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.