ads

له تاوتریخوالي سره مخ مېرمنو ته د ځای نشت

په داسې حال کې چې په هېواد کې  د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ورځ تربلې لوړېږي، خو په ډيری سیمو کې هغه مېرمنې چې د زور زیاتي سره مخ کېږي د امن لپاره خوندي ځایونه نلري.

بختاجان بختیار
27 مرغومی 1399
له تاوتریخوالي سره مخ مېرمنو ته د ځای نشت
پدې ولایت کې یوه تنه مدني فعاله اوږۍ وایي په خوست کې زیاتره مېرمنې له دې کبله د خپلې ستونزې غږ نشي پورته کولی چې دسرپناه لپاره خوندي ځای نلري.
هغه له مسولینو غواړي چې دې برخې ته پام وکړي، څو هغه مېرمنې چې د تاوتریخوالي سره مخ دي خوندي وساتل شي:
«زموږ غوښتنه داده چې پدې ولایت کې د مېرمنو لپاره د امن کور جوړشي، څو مېرمنې وکولی شي خپل غږ او ستونزې راپورته کړي اود دوی پروړاندې تاوتریخوالی نور پټ پاتې نشي.»
د خوست د ولایتي شورا غړې زهره جلال وایي ډير کله له دې غوښتنه کېږي چې د تاوتریخوالي سره مخ مېرمنې پخپل کورکې وساتي، خو وایي د شخصي مشکلاتو له کبله دې ته زړه نه ښه کوي:
«ځينې مېرمنې چې فرار منزل کوي، بیا له موږ او د ښځو چارو له ریسې غوښتل کېږي چې پخپل کورکې یې وساتي، خو دا کار نه زه کولی شم او نه د ښځو چارو رئیسه، ځکه دلته دې ډول کړنو شخصي ستونزې جوړیږي.»
ددې ولایت د اوسېدونکو په خبرو ځینې وخت هغه مېرمنې چې د تاوتریخوالي ښکار شوې وې د خوست امنیه قومندانۍ پرځای بې جرمه د خوست مرکزي محبس ته لیږل کېږي.
د خوست د ښځو چارو رئیسه شفیعه نورزۍ وايي په روان ۱۳۹۹ کال کې پدې ولایت کې له دوی سره د مېرمنو پروړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا ۶۸ قضیې ثبت شوې.
دې زیاتوې په وار وار یې له مرکزې ادارې، ډونرانو او یو شمېر نورو اداراتو سره خبرې کړې، خو تردې دمه د مېرمنو لپاره د خوندي ځای په جوړیدو او پیداکېدو نه دي توانېدلي:
«موږ مېرمنو لپاره د خوندي ځای د جوړولو لپاره ځمکه پیدا کړې او له وزارت او نوور ډونرانو سره مو یې پلان شریک کړی، خو تردې وخته پدې نه یو توانېدلي چې بودیجه ورته پیدا کړو.»
یوازې خوست نه دی چې مېرمنې یې د خوندي ځای د پیدا کولو غوښتنه کوي، بلکې ددې ولایت ترڅنګ ډيری نور ولایتونه هم شته چې د تاوتریخوالي سره د مخ مېرمنو لپاره خوندي ځایونه نلري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA