هغه تر دې وړاندې د جمهوري ریاست د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.
همدارنګه تر دې وړاندې د کورنیو چارو د پالیسۍ او ستراتیژۍ دنده حسنا جلیل مخته وړله.
هغه لومړنۍ مېرمن وه چې په کورنیو چارو وزارت کې یې دا ستر دنده ترسره کوله.
په ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رییس د سلاکار وحید عمر په ګډون ګڼو نورو چارواکو صدیق صدیقي ته د نوې دندې مبارکي ورکړې ده.
تر اوسه په دې اړه له رسمي ادرسه څه نه دي ویل شوي.