ads

حمدالله محب بلخ ولایت ته تللی

د ملي امنیت شورا خبر ورکوي چې د دې شورا مشر ډاکتر حمدالله محب د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته په سفر تللی.

محمدخان بریال
27 مرغومی 1399
حمدالله محب بلخ ولایت ته تللی

د یادې شورا له لوري د شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حمدالله محب به د دغه سفر پر مهال د بلخ، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، فاریاب، سمنګان، جوزیان او سرپل ولایتونو له والیانو سره د شمال د امنیتي حالت په تړاو خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، ټاکل شوې چې د ملي امنیت شورا سلاکار به د شمال زون د امنیتي حالت ارزولو تر څنګ د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې هم وستایي.
حمدالله محب پر داسې مهال بلخ ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د شمال زون امنیتي حالت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA