ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۳۸۸زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۳ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۳۸۸ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
26 مرغومی 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۳۸۸زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۹۳ میلیونه ډېر شوی او نېږدې دوه میلیونه کسان تر اوسه دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۰ زره او ۸۴۸ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۰۷زره او ۹۵، په مکسیکو کې ۱۳۷زره او ۹۱۶، په هند کې ۱۵۱زره او ۷۲۷، په بریټانیا کې ۸۶ زره او ۱۶۳، په ایران کې ۵۶ زره او  ۵۳۸ او په پاکستان کې ۱۰ زره او ۸۶۳تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA