ads

د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په اړه د طالبانو ادعا ته د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت د طالبانو هغه ادعا رد او بې بنسټه وبلله چې ویلي یې وو، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې په تېرو دوه اونیو کې ۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

فضل هادي حمیدي
26 مرغومی 1399
د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په اړه د طالبانو ادعا ته د افغان حکومت غبرګون

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوه اونیو کې د دولتي ځواکونو په هوایې او ځمکنیو ۳۴ بریدونو کې چې په ۱۹ ولایتونو کې شوي، ۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان دي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې دغه راز زیاته کړې چې د دولتي ځواکونو په یادو عملیاتو کې دغه راز دوه جوماتونه، ۱۵ د استوګنې کورونه او ۶۰ دوکانونه هم زیانمن شوي دي.

خو د ملي امنیت شورا بیا د طالبانو دغه اعلامیه یوازې یوه بې بنسټه ادعا بولي او وایي، چې د دغه ادعا د ثبوت لپاره هیڅ شواهد نشته.

د دغه شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ کلید ته وویل، افغان حکومت تر ډیره د ملکي خلکو خوندیتوب ته جدي پام کوي او د ملکي خلکو خوندیتوب یې په لومړیتوبونو کې دی.

« موږ دا ادعا په کلکه ردوو، او د طالبانو هسې یوه ادعا ده چې په دې اړه هېڅ شواهد نه‌لري»

په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، چې په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري د بشرپالنې له نړیوالو اصولو سرغړونه کوي او زیاتوي چې دوی په وار وار ورته توصیې هم کړې خو له بده مرغه چې د دوی توصیو ته څوک پام نه کوي.

د دغه کمېسیون مرستیال محمدنعیم نظري وایي، له یوې خوا ملکي وګړي په جګړو کې قرباني کیږي او له بلې خوا بیا د سولې په روانه پروسه کې د دوی غوښتنو ته هیڅ پام نه دی شوی.

« د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو تمه لري چې د بشر حقونو سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او ملکي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي، له بده مرغه تر اوسه په مذاکراتو کې هم دې خبرو ته پام نه دی شوی»

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی فضل الرحمن اوریا هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وایي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په څو هوایي بریدونو کې  ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اوریا زیاتوي، چې دواړه لوري هڅه کوي چې د جګړې په ډګر کې په مقابل لوري فشار راوړي او د سولې په پروسه کې له پیاوړي دریځ څخه خبرې وکړي.

« دواړه لوري کوشش کوي چې په جګړه کې یو مات کړي او امتیاز ترلاسه کړي ترڅو چې خبرې روانې وي جګړه به همداسې توده وي»

د جګړې ښکېل لوري په داسې حال کې یو پربل د ملکي مرګ ژوبلې پړه اچوي چې په هېواد کې د جګړو او ناامنیو زیاتېدو په دوحه کې د سولې خبرو ته د افغانانو هیلې کمرنګه کړې دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA