ads

په کندز کې خلکو پر یوې راډیو برید کړی

د کندز ولایت په مرکز کې یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د زهره په نوم پر یوې راډیو برید کړی او وسایل یې ورته له منځه وړي دي.

شمس الرحمن شمس
26 مرغومی 1399
په کندز کې خلکو پر یوې راډیو برید کړی

د زهره راډیو مسوول مدیر محسن احمدي وایي چې نن ماسپښین ۱او ۳۰ دقیقې د کندز ښار جامع جومات ملاامام خپلو مقتدیانو ته پر راډیو د برید فتوا ورکړه.

دنوموړي په خبره  مقتدیانو وروسته له هغې پر راډیو برید وکړ کله چې د رآډیو نشرات د جومات له لاوډ سپیکر سره وصل شول او ترې سندره خپره شوه.

دی وایي د دوی برقونه نه و او راډیو یې خاموشه وه، خو بیا هم برید کوونکو یې د راډیو اړوند وسایل له منځه یوړل

دا په داسې حال کې ده چې د زهره، چراغ او کیهان په نوم راډیوګان له یاد جامع جومات سره نږدې موقعت لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA