ads

په کابل ښار کې د چاودنې له کبله یو کس ووژل شو

امنیتي چارواکي د کابل ښار ۷مې امنیتي حوزې اړوند سر کوتل په سیمه کې پر یوه عراده کرولا ډوله موټر د ماین چاودنې خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
26 مرغومی 1399
په کابل ښار کې د چاودنې له کبله یو کس ووژل شو

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې چاودنه د جمعې مازدیګر ناوخته رامنځته شوې او له کبله یې یو تن ووژل شو او یو بل یې ټپي کړ.

د نوموړي په خبره پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA