ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دورې کمپاین غونډه کې ژمنه کړې وه چې بهر کې به د امریایي ځواکونو جګړې ختموي او کور ته به یې ستنوي.
که څه هم د امریکا کانګرس هم روانه میاشت د دفاعي لایحې تصویبولو سره وویل تر هغه افغانستان کې له څلور زرو د امریکايي سرتېرو کمولو لپاره د مالي سرچینو کارول منع کوي؛ چې د دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر د دې بهیر خطر او اغېز په هکله هر اړخیزه ارزونه کانګرس ته برابره کړې نه وي.
خو رویټرز خبري اژانس تېره اونۍ وویل، د کانګرس له دې پرېکړه سره سره له افغانستان د امریکايي ځواکونو کمول لا هم روان دي.
افغان حکومت او ناټو په بېړه له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل سم نه بولي او په دې برخه کې د ګڼو ننګونو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ سپټمبر میاشت کې ویلي و چې افغانستان کې به د روانې جنورۍ تر ۱۵ د امریکايي ځواکونو شمېر د څلور نیم زرو په ځای دوه نیم زرو ته ټیټ کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ