ads

د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بېک له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی

د ملي امنیت عمومي ریاست خبر ورکوي چې د غور د ولایتي شورا غړي عزت الله بېک د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمن عطشان او د خبریال بسم الله ایماق په وژلو کې لاس درلود.

شمس الرحمن شمس
26 مرغومی 1399
د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بېک له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی

له دغه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عزت الله بېک د ځانګړو ځواکونو لخوا هغه مهال ووژل شو چې نوموړي له ځانګړو ځواکونو سره په جګړه لاس پورې کړ.

خبرپاڼه زیاتوي چې نوموړي له طالبانو سره د همکارۍ، د هدفي وژنو، وسلوالو طالبانو ته د پرمختللو وسلو په انتقال او له یادې ډلې مالي ملاتړ کاوه.

د خبرپاڼې له مخې عزت الله بېک د وسلوالو طالبانو له استخباراتي ډلګیو سره ژورې اړیکې درلودې او کله چې افغان ځواکونه د نوموړي د نیولو لپاره کور ته ورغلل، نو د تسلیمېدو پر ځای یې په جګړه لاس پورې کړ.

د ملي امنیت ریاست وایي په جګړه کې عزت الله بېک او د دوی یو افسر ووژل شول او یو بل سرتېری یې ټپي شوی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا د دغې پېښې د څېړلو لپاره د یوه هئیت د لېږلو ویلي او همدارنګه د غور له اوسېدونکو یې غوښتي چې ارام واوسي او د قضیې د څیړلو لپاره له پلاوي سره همکاري وکړي.

د ملي امنیت شورا وایي چې د پلاوي تر څېړنو وروسته به وروستي جزئیات له ولس سره شریک شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA