ads

پکتیکا دیني عالمان وايي ولسمشر باید په سوله‌ییز ډول د ټاکنو له لارې د واک لېږد وکړي

پکتیکا کې دیني عالمان وايي، موقتو حکومتونو افغانستان ته ناورینونه راوړي، ځکه هم د دوی په قول ټول هېوادوال د دې څه مخالف دي او په هېڅ صورت موقت حکومت نه غواړي.

خیرالدین ذکي
25 مرغومی 1399
پکتیکا دیني عالمان وايي ولسمشر باید په سوله‌ییز ډول د ټاکنو له لارې د واک لېږد وکړي

دوی څرګندوي ولسمشر باید واک د ټاکنو له لارې په سوله‌ییز ډول بل کس ته وسپاري او پرته له هغه د دوی په ټینګار هیڅوک د افغانستان واګي په لاس کې نشي اخیستی.

دیني عالم مولوي روزي محمد کلید سره په خبرو کې وویل د ټولنې د نورو وګړو تر څنګ د دې ولایت دیني عالمان په یوه خوله له ولسمشر څخه په ټینګه غواړي چې واک باید د ټاکنو د ترسره کیدو په ترڅ کې په سولیز ډول بل کس ته وسپاري.

هغه څرګندوي دوی ځکه د موقت حکومت د رامنځته کیدو مخالف دي چې په تېر کې له دې څخه هېوادوال ترخې تجربې لري او هیڅکله بیا نه غواړي چې هغه څه تکرار شي.

« مو ټول دیني عالمان د دې ملاتړ کوو چې موقتي او بې واکه حکومت ته باید واک تسلیم نشي، په تېرو کلونو کې ډيري خوارۍ شوې دي دا څه به په اوبو نه لاهو کوو، وړاندې موږ ولیدل چې کله موقتي حکومتونه جوړ شوو ترخې تجربې يې درلودې ځکه يې هم نه غواړو.»

دیني عالم شاه عالم وايې د هېواد لویه برخه خلک د ولسمشر محمد اشرف غني د دې دریځ ملاتړ کوي چې واک د ټاکنو له لاري بل ولسمشر ته سپاري.

نوموړي وویل افغانان هم همدا غواړي چې تېر څه تکرار نشي او په شلو کلونو کې په ډيرو سختیو لاسته راغلي څه په اوبو لاهو نشي.

« موږ باید د ولسمشر محمد اشرف غني د دې دریځ ملاتړ وکړو چې واک د ټاکنو له لارې بل کس ته سپاري، تر څو چې موږ یو منظم او د خلکو په رایو راغلي حکومت ته واک ونه سپارو نو موږ به تېري شل کلني لاسته راوړني له لاسه ورکړې وي.»

د پکتیکا ځیني نور عالمان هم وايې د افغانستان اساسي او نور قوانین د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره جوړ شوي او دیني عالمانو په دې څه کې زیاتي سختۍ ګاللې دي.

هغوی څرګندوي دوی هم د اساسي قانون په رڼا کې د ټاکنو په ترڅ کې د ولسمشر د واک لیږد غواړي او دا ځکه چې له دې پرته د افغانستان د ژغورنې بله لاره نشته.

« د افغانستان اساسي او نور قوانین دیني علماوو جوړ کړي او ټول يې په بشپړ ډول اسلامي دي، کله نا کله دلته خلک را ولاړ شوي خو له ډيرو هڅو سره سره يې نظام ته بدلون نه دی ورکړی یوازی یو منشور ېې جوړ کړی او د هغه منشور په مقابل کې يې هم علماوو، خلکو او ولسونو اقدام کړی دی.»

پر همدې مهال د ولایتي شورا مرستیال عزیز عزیز کلید ته وویل تر راتلونکو ټاکنو پوري به ولسمشر پر خپل حال پاتې وي او له هغه وروسته که د ټاکنو په ترڅ کې هر څوک بریالی کیږې، افغانان به يې د ولسمشر په توګه مني او د هېواد واګي به په لاس کې اخلي.

« موږ که قدرت سپارو یا چاته واک سپارو موږ ته يې لاره معلومه ده، هغه ټاکنې دي، که هر څوک راځي زموږ د سترګو تور دی او که په راتلونکو ټاکنو کې هر څوک بریالی شي هغه زموږ ولسمشر دی خو د خلکو د رایو په اساس به راځي ځکه چې قانون او اصول همدا دي، که د اصولو، قانون او ټاکنو له لارې مخته لاړ نشو بیا به هغه تېرو بدبختیو ته ځو.»

یاده دي وي چې ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې له ځینو نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې واک به د اساسي قانون په رڼا کې د ټاکنو له لارې بل ولسمشر ته سپاري او په قول يې پرته له دې افغانان کوم بل انتخاب نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA