دغه ښوونکي چې شمير يې لسګونو ته رسېږي د انصاف اشعارونه يې په لاس کې او د عدالت غوښتنه کوي.
د هېواد د نورو ولايتو په څېر په ارزګان کې هم ښوونکو د تنخوا د زياتېدو غوښتنه وکړله.
په دغه ولايت کې مېشتو ښوونکو وویل، حکومت له دوی سره بې عدالتي کوي او د نورو ادارو په څېر ورته لوړ امتياز نه ورکوي.
ښوونکي وايي د افغانستان د ولسي جرګي د هغي پرېکړې هرکلی او ملاتړ کوي چې د ښوونکو او ټېټ رتبه مامورينو امتيازات لوړ وي.
ښوونکي وايي د پخوا په پرتله په اوسنيو وختونو کې د خوراکي توکو قيمتونه هم لوړ شوي دي او زياتوي چې په هغه ډول چې اړتيا ورته امتياز نه ورکول کيږي.
ياد ښوونکي له حکومت څخه د پاملرنې غوښتنه کوي.
د ښوونکو دغه ستونزې په ارزګان کې د پوهنې رياست له چاوراکو سره هم شريکې کړې.
دارزګان د پوهنې رياست تدريسي معاوين محمد نسيم همتزی هم دغه ستونزه مني او غوښتنه کوي چې د ښوونکو نتخواوي زياتي شي.
نوموړی وايي که د ښوونکو معاشونه زيات شي په افغانستان کې به د پوهنې بهير معياري شي.
دارزګان ترڅنګ د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ښوونکو د معاش د زياتېدو غوښتنې شوې دي.
دافغانستان ولسي جرګي له حکومت څخه غوښتي چې د ټيټ رتبه مامورينو امتيازات دې زيات شي خو د افغانستان د مالي وزارت وايي په ۱۴۰۰ لمريز کال کې دغه څه ناشوني دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ