ads

يوه لاسته‌راوړنه چې ډېره ګواښل کېږي

تبصره ۱۴جنوري ۲۰۲۱

کلید
25 مرغومی 1399
يوه لاسته‌راوړنه چې ډېره ګواښل کېږي

د بیان ازادي؛ یعنې هغه ازادي چې حکومت یې خپله لویه لاسته راوړنه بولي او د سیمې په کچه یې بې‌سارې ګڼي، نن سبا له خورا ډېرو ننګوونکو او خطرونو سره مخ ده او حکومت یې هم چندان پروا نه‌کوي.

نن چې نی یا له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ، په افغانستان کې د بیان ازادۍ او ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړوند خپل کلني راپور خپور کړ، په کې له ورایه دغه ګواښونه او بې‌پروايي جوته شوې ده.

 د دغه راپور پر بنسټ ۲۰۲۰میلادي کال اطلاعاتو ته د لاسرسي له کبله په تېرو ۱۹کلونو کې خورا بد کال ګڼل شوی. سربېره پر دې روان کال د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له اړخه هم چندان ښه کال نه‌دی یاد شوی. راپورونه ښيي چې په دغه کال کې د ژورنالیستانو پر وړاندې ۱۰فیصده تاوتریخوالی زیات شوی دی. د نی ادارې د راپور له مخې له دوی سره ټول ټاکل ۱۳۰پېښې ثبت شوې دي. په دغو پېښو کې ۱۱یې د ژورنالیستانو وژل کېدلو او ۲۰یې د ټپي کېدلو دي. دغه راز په ۳۳نورو پېښو کې ژورنالیستان ډبول شوي دي.

دا چې دغه تاوتریخوالی به تر کومې کچې د بیان ازادي محدوده، د خودسانسورۍ عوامل پیاوړي، او ژورنالیستان د هېواد او دندو پرېښودو ته اړ کړي، یو جلا بحث دی، مګر دا چې حکومت د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، په تېره بیا د ژورنالیستانو د وژل کېدو او ټپي کېدو له پېښو سره سرسري او بې‌پروا چلند کوي، خورا دردوونکې ده.

د حکومت همدغو سرسري اقداماتو او د وژل شویو ژورنالیستانو او مدني فعالانو د قضیو نه څېړلو او قاتلانو نه‌موندلو له کبله ده، چې هم د بیان ازادي له خطر سره مخ شوې او هم ژورنالیستان او رسنیزې ادارې دې ته اړ شوې چې د خپل مصوونیت او خوندیتوب له‌پاره له حکومت ورهاخوا، د دادغوښتنې کمپاینونه پیل کړي. همدا اوس اوس له یوې خوا د یما سیاووش د قتل او د حکومت خاموشۍ په رابطه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د امضا ټولولو کمپاین روان دی، څو له دې لارې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایتونه ورسول شي او له بل لوري د رسنیو کنسرسیوم په ټولنیزو رسنیو کې د وژل شویو خبریالانو له‌پاره د یوې ویډیو د چمتو کولو او خپرولو له‌لارې دادغوښتنه روانه کړې ده.

دادغوښتونکي پوښتي چې د ژورنالیستانو قاتلان څوک دي؟ څوک په دغو قتلونو کې لاس لري او ولې یې د ژورنالیستانو او مدني فعالانو وژلو ته ملا تړلې ده؟ ولې حکومت د ژورنالیستانو او مدني فعالانو امنیت ته پاملرنه نه‌کوي؟ او ولې تر اوسه په دې نه‌دي توانیدلي چې د دغسې پېښو اصلي عوامل تثبیت شي؟ ولې نیول شوي جنایتکاران په علني توګه نه‌محاکمه کېږي او ولې د قربانیانو کورنیو د غوښتنو پر وړاندې حکومت خاموشه دی؟ دا او ډېرې داسې نورې پوښتنې هم شته چې لا هم بې‌ځوابه پاتې دي.

اوس د دې له‌پاره چې د افغانستان رسنیزو او مدني ټولنو او ټول ولس باور بېرته راخپل کړای شي او حکومت هم خپله دنده سرته رسولې وي، پکار ده چې هم په دې رابطه پوښتنې ځواب کړل شي او هم د وژل شویو ژورنالیستانو او مدني فعالانو قضیې په شفافه توګه وڅېړل شي، د دې ترڅنګ اړتیا ده چې د قربانیانو د کورنیو قناعت هم ترلاسه شي.

سربېره پر دې حکومت باید د بیان ازادۍ او ژورنالیستانو د خوندیتوب په رابطه خپله ژمنتیا یو ځل بیا تازه کړي او لږ تر لږه د حکومت لوړې کچې چارواکي کولای شي رسنوالو ته د بیان ازادۍ د خوندیتابه په اړه ډاډ ورکړي او د وضعت د کنټرولو له‌پاره ټټر ووهی.

له دې پرته که وضعیت همدغسې دوام وکړي، سربېره پر دې چې د حکومتي اقداماتو په رابطه به اندېښنې په خپل ځای پاتې وي، د حکومت دا لویه لاسته‌راوړنه به د ژورې خودسانسورۍ ښکار او نهایتاً د محدودیت پر لور رهي شي او له بل لوري د دې شونتیا هم شته چې د ژورنالیستانو او بیان ازادۍ د خوندیتوب له‌پاره اعتراضونه زیات او سرتاسري شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA