د چارو شنوونکي بيا وايي، تر هغې چې په امريکا کې نوی حکومت په کار پيل کوي، ښايي مذاکراتو کې خاص پرمختګ رامنځته نشي.
د مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوځون کليد ته وويل، په قطر کې مذاکرات نهدي ځنډول شوي او دواړه خواوې لاهم د اجنډا پر ترکيب او توحيد کار کوي.
دی زياتوي، د دواړو خواوو ترمنځ ګډې او خپلمنځي ناستې شوې دي او د اجڼدا له ترکیب وروسته به د اجنډا پر موادو مفصل بحثونه پيل شي.
خوځون وويل:
«دا ادعا چې مذاکرات ځنډول شوي، سمه نهده، دواړه خواوې د اجنډا پر ترکيب او توحيد سره کار کوي او دوی ګډې او خپلمنځي ناستې هم کړې دي، د اجنډا له توحيد او ترکيب وروسته به د اجنډا پر موادو مفصل بحثونه پيل شي.»
د چارو شنوونکي بيا د سولې مذاکراتو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی جمالالدين بدر وايي، په امريکا کې د ولسمشريزو ټاکنو او د نوي رامنځته کېدونکي حکومت له امله ښايي دا مذاکرات همداسې ټکني پر مخ ولاړ شي.
دی زياتوي، تر هغې چې جوبايډن خپل کار پيلوي، ښايي مذاکراتو کې به خاص پرمختګ رامنځته نشي.
بدر وويل:
«په امريکا کې ټاکنې شوي دي او شاوخوا يوه مياشت به وخت ونیسي، څو نوی ولسمشر خپل کار پيل کړي، تر هغه وخته فکر نهکوم په مذاکراتو کې کوم پرمختګ رامنځته شي.»
پخوانی طالب چارواکی سيد اکبر اغا بيا وايي، د مذاکراتو لپاره د ارادې او د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د درېيمګړۍ نشتون د دې لامل شوي چې مذاکرات ټکني شي.
دی ټينګار کوي، تمه نهلري چې په دې بڼې چې اوس مذاکرات روان دي، په افغانستان کې سوله ټينګه شي.
اکبراغا کليد ته وويل:
«زه فکر کوم د مذاکراتو لپاره د ارادې او د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د درېيمګړۍ نشتون د دې لامل شوي چې مذاکرات ټکني شي او زه خو شخصا ډاډه نه يم چې که مذاکرات داسې دوام وکړي، موږ دې د سولې خاوندان شو.»
نږدې لس ورځې کېږي چې په قطر کې مذاکره کوونکي پلاوي د اجنډا پر ترکيب او توحيد سره بوخت دي، تمه دا وه چې د دويم پړاو له پيلېدو سره به په هېواد کې اروبند ټينګ شي، خو لاهم په ډاګه نهده چې د دويم پړاو رسمي مذاکرات به کله پيلېږي او ايا له پيل سره به یې طالبان د اوربند پر ټينګښت هوکړه وکړي او کنه؟
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ