د مصالحې عالي شورا: د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ خبرې نه دي ځنډول شوي

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د قطر په دوحه د مذاکراتي ټيمونو ترمنځ خبرې نه‌دي ځنډول شوي، د اجنډا د ترتيب او توحيد په تړاو مشترکې او خپل‌منځي ناستې شوې دي.