ads

د امریکا کانګریس ټرمپ استیضاح کړ

د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس جمهور رییس ډونالډ ټرمپ استیضاح کړ، د ټرمب د ګوند جمهوري غوښتونکو لسو وکیلانو هم د ټرمپ پر ضد رایه وکاروله.

شمس الرحمن شمس
25 مرغومی 1399
د امریکا کانګریس ټرمپ استیضاح کړ
ټرمپ

اوس به په سنا کې  رای ګیري کیږی که هغوی هم د ټرمپ ضد رایه ورکړه نو هغه به له وخته مخکې له واک څخه لرې کیږي.

۲۲۱ دیموکراتانو د استیضاح طرحې ته مثبت رایې ورکړې او د جمهوریپال ګوند ۱۰ غړي هم ورسره ملګري شول.

د جمهوریپال ګوند ۱۹۷ غړو بیا دې طرحې ته منفي رایه ورکړه.

ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی جمهور رییس دی چې دوه ځله استیضاح شو او د کانګرس له لوري په جرم تورن شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA