ads

پکتیکا؛ پیسې اخیستل شوې، خو پروژې نیمګړې دي

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست اړوند ۱۱ پروژې په مرکز ښرنه، ارګون، مټاخان، سروبي، برمل، نکه، زیړوک، ډیله، وړممي او جانې خېل ولسوالیو کې شتون لري چې د ډېرو يې څلور کاله وړاندې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې او له هغه را وروسته پرې هېڅ کار نه دی شوی.

خیرالدین ذکي
24 مرغومی 1399
پکتیکا؛ پیسې اخیستل شوې، خو پروژې نیمګړې دي
ځايي خلک وايي، له یادو پروژو څخه يې د ډېری هغو پیسې ۱۰۰ فیصده ایستل شوي، خو کله چې دوی له مسولینو او قراردادي شرکت څخه د پاتې کارونو د بشپړیدو غوښتنه وکړي، هغوی ورته بېلابېلي پلمي کوي او داسي ښکاري چې دغه پروژې به په همدي نیمګړي حالت کې لا پاتي شي.
«تر اوسه برمل ولسوالۍ کې د روغتیا برخې لپاره کار نه دی شوی، یو کلنیک تش په نوم لرو چې پنځه کاله وړاندې پرې کار شوی او له هغه را وروسته همداسي په نیمګړي حالت کې پاتې دی، موږ په نکه ولسوالۍ کې یو کلنیک لرو چې له پنځو کلونو راهیسې نیمګړی پاتې دی، څو ځله موږ والي او نورو مسولینو ته ورغلو هغوی راسره ژمنه کړې وه چې قراردادي شرکت به نیمګړي کارونه درته بشپړوي خو تر اوسه پوري بیا پرې هیڅ کار نه دی شوی.»
ولایتي شورا هم وايې په یادو پروژو کې ډيری يې کلنیکونه دي چې د دولت میلیونونه افغانۍ لګښت پرې راغلی خو هیڅ یو يې تر اوسه په بشپړ ډول نه دی جوړ شوی او نه هم د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوی دی.
«د برمل کلنیک په بشپړ ډول ویجاړ دی، وړمه ورځ هم د سیمې مشران پسي راغلي او عریضه يې هم کړې ده، د ګیانې او نورو ولسوالیو کلنیکونه هم په نیمايې پاتې دي د وړممي کلنیک ودانۍ کارونه خو یوازي لس پنځلس سلنه شوي او د بیا جوړیدو يې لکه چې پلان نه وي په داسي حالت کې دی.»
پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکني کلید سره په خبرو کې وویل، د هغه وخت مسولینو د روغتیا ریاست اړوند په ۱۱ پروژو کې د ده په ټکو ناغیړي کړې او پرته له دې چې پروژې د ګټې اخیستنې وړ شي، پیسې يې قراردادي شرکت وړې دي.
نوموړی څرګندوي، موضوع يې په جدي ډول تر تعقیب لاندې ده او په هر بیه چې وي، قراردادي شرکت به دې ته حاضروي، څو نیمګړي پروژې د قراراداد برابر بشپړې او د ولسونو په واک کې يې ورکړي.
«پکتیکا کې ۱۱ داسي پروژې دي چې پخوانیو چارواکو قراردادي ته پیسې ایستلي دي، موږ دغه موضوعات په رسمي ډول څارنوالي ته لیږلي دي، له نیکه مرغه چې قراردادي دوه ځله زنداني هم شو خو بیا ځینو خلکو په ضمانت خوشی کړ، که څه هم د هغه وخت د پروژو مسولیت زما نه دی خو دا چې ولس مي خپل دی او باید چې هغوی ته اسانتیاوي برابري کړو، ژمنه کوم چې قراردادي به د خپلي ناغیړي له امله د قانون منګولو ته سپارم.»
خو بل لور بیا د روغتیا ریاست د ۱۱  واړه پروژو د قراردادي شرکت مسول انورامان وايې هیڅ داسي پروژه نه لري چې کارونه يې تر پنځوس سلنه کم وي او نه هم د کومې یوې يې سل سلنه پیسې دوی اخیستې دي.
هغه وویل په یادو پروژو کې يې ځيني داسي هم شته چې له قرارداد را وروسته ورته دولت هیڅ پیسې نه دي ورکړي خو ده يې له خيلو پیسو کارونه بشپړ کړي او پروژه يې په سر رسولې ده.
 «ماته یوه پیسه شرکت ته نه ده اجرا شوې، پنځه سلنه پیسې ماته نه دي اجرا شوې خو ما په سیمه کې پروژه د عامې روغتیا ریاست د قرارداد برابر چمتو کړې ده، له ما سره چې دا اوس کومي دوسيي شته په دې کې د دوی بشپړ بیل شتون لري نو بیابه ما څنګه پیسې اخیستې وي.»
یاده دي وي چې تر دې وړاندې هم پکتیکا کې د پوهنې ریاست اړوند د پنځو داسي ښوونځيو د ودانیو پیسې هم قراردادي شرکت سل سلنه اخیستې وې چې د ښوونځیو یوازي احاطې جوړې وې او ودانۍ يې له سره شتون نه درلود.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA