ads

کریم خلیلي د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل

د پاکستان د لومړي وزیر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عمران خان د افغانستان د اسلامي وحدت حزب له مشر کریم خلیلي سره کتلي دي.

محمدخان بریال
24 مرغومی 1399
کریم خلیلي د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل

دا کتنه چې تېر ماښام ترسره شوې، دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې پر پروسه خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په ترسره شوې کتنه کې عمران د کابل او اسلام اباد د سوداګریزو او په نورو برخو کې د اړیکو پراختیا لپاره ژمنه کړې ده.
د یادولو وړ ده چې کریم خلیلي وړمه ورځ د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی.
نوموړي تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدلي وو.
قریشي له کریم خلیلي سره په کتنه کې د افغان سولې له بهیر څخه د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې وه چې جګړه نظامي حل نه لري، بلکې اړتیا ده چې د خبرو له لارې حل شي.
قریشي په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه کړې وه چې تاوتریخوالی کم کړي او روانه جګړه ودروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA