د دغه ولایت د والي ویاند عطاوالله خوږیاڼی وایي، پرون ماښام د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د باګرامیو په سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو پر یو کور عملیات ترسره کړل.
د ده په وینا، په ترسره شوو عملیاتو کې درې داعش وسله وال ووژل شول او په ډېره کچه وسلې او مهمات د افغان سرتېرو لاسته ورغلل.
خوږیاڼی زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.