ads

په لوګر کې د ماین جوړلو کارخونه له منځه یوړل شوه

دفاع وزارت خبر ورکوي چې ځواکونو یې په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یوه کارخونه تر کشف وروسته له منځه وړې ده.

محمدخان بریال
24 مرغومی 1399
په لوګر کې د ماین جوړلو کارخونه له منځه یوړل شوه

له دغه وزارت څخه د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې دا موضوع یاده شوې ده.
د وزارت خبرپاڼه وایي، تېره شپه کومانډو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند سیمه کې د هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو هغه کارخونه کشف او له منځه وړې چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او په یاد ولایت کې د پلچکونو ورانولو په هدف پکې ماینونه جوړیدل.
خبرپاڼه زیاتوي، افغان سرتېري توانېدلي چې د یادو عملیاتو په پایله کې ۲۰۰ شارټکي ګولۍ، د ډي سي توپ میل او په ډېره کچه بوشکه‌یي ماینونه تر لاسه کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA