د سرچینې په وینا، د لیزا په نوم یوه مېرمن چې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د یوې حاملې مېرمنې په وژلو تورنه پېژندل شوې وه، نن د امریکا پر وخت د فدرالي ادارې له لوري اعدام شوه.
پر دې مېرمنې تور پورې شوی و چې یوه حامله ښځه یې وژلې وه او د هغې زوی یې له ځان سره وړی و.
دا مېرمن په ۲۰۰۷ میلادي کال کې پر اعدام محکومه شوه.