دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۹۱ میلیونه ډېر شوی او نېږدې دوه میلیونه کسان تر اوسه دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۷۹ زره او ۸۱۹ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۰۴زره ۶۹۰، په مکسیکو کې ۱۳۵زره او ۶۸۲، په هند کې ۱۵۱زره او ۳۲۷، په بریټانیا کې ۸۳ زره ۳۴۲، په ایران کې ۵۶ زره او ۳۶۰ او په پاکستان کې ۱۰ زره او ۶۷۶تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.