ads

له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل دوام کوي

رویټرز خبري اژانس د امریکا له دفاع وزارت څخه په نقل سره ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو لړۍ به دوام پیدا کړي.

محمدخان بریال
24 مرغومی 1399
له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل دوام کوي
د پنټاګون په خبره، تر اوسه د مرکزي حکومت له لوري په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د کمېدو مخنیوي په تړاو هېڅ دستور نه دی ورکړل شوی او دا پروسه به دوام کوي.
بلخوا، داسې ویل کېږي چې د امریکا کانګرېس غړي له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو له وتلو سره مخالف دي.
د امریکا د ولسي جرګې یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې ګواښونه اوس هم پر ځای پاتې دي او د امریکایي سرتېرو وتل به خطرناکې پایلې ولري.
اوسمهال تر پنځه زره کم امریکایي سرتېري په افغانستان کې مېشت او ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر اساس به دا کچه ۲۵۰۰ ته راټیټه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA