ads

د یماسیاوش لپاره د عدالت غوښتنې ۳۰۰ لاسلیکونه راټول شوي

په هرات کې یو شمېر خبریالانو د یماسیاوش لپاره د عدالت غوښتنې په هدف ۳۰۰ لاسلیکونه راټول کړي دي.

محمدخان بریال
24 مرغومی 1399
د یماسیاوش لپاره د عدالت غوښتنې ۳۰۰ لاسلیکونه راټول شوي

د دې برنامې جوړونکی وحیدکامیار کلید ته وویل، دغه لاسلیکونه یې په دې هدف راټول کړي چې د نړیوالو خبریالانو سازمان د طلوع ټلویزیون د پخواني خبریال یماسیاوش د وژنې دوسیه وڅېړي.
د ده په وینا، د حکومت له لوري د یما سیاوش د وژنې قضیې نه څېړلو ناهیلې کړي او په همدغه هدف یې دا کار پیل کړی دی.
د طلوع ټلویزیون پخوانی خبریال یماسیاوش کابو ۵۰ ورځې وړاندې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
له همغه وخته بیا تر اوسه د یما سیاوش کورنۍ له کابل بانک څخه د امنیتي کمرو اسناد غواړي، خو تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA