د یاد ولایت د ولایتي شورا رییس کامران علیزایي نن له یو شمېر نورو لاریون کوونکو سره د دغه ولایت مختې لاریون وکړ او د امنیه قومندان د لېرې کېدو غوښتنه یې وکړه.
علیزایي زیاتوي چې د هرات امنیتي پوستې د قومندان له لوري خرڅې شوې دې.
یو شمېر لاریون کوونکو هم د هرات امنیه قومندان په فساد تورن کړ.
خو د هرات امنیه قومندان سلطان داود سلطان بیا پر هغه لګېدلي تورن رد کړل او وایي، هلته د ځینو تښتونو او جنایي جرمونو تر شاه د سیاسي کړیو لاس دی.
دا په داسې خحال کې ده چې په دې وروستیو کې د هرات امنیتي حالت ډېر خراب شوی دی.