ads

«د جمهوریت او امارت په نومونو د عام ولس قرباني»

د خوست دا فعال ځوانان وايي، ښکېلو اړخونو چې د خپلو ګټو لپاره د جمهوریت او امارت په نومونو کومه جګړه روانه کړې له کبله یې هره ورځ د ځوانانو، ژورنالیستانو او په ټوله کې د ولس جنازې پورته کېږي.

بختاجان بختیار
24 مرغومی 1399
«د جمهوریت او امارت په نومونو د عام ولس قرباني»

د پوهنتون استاد نورالله ښاد وایي په قطر کې د ښکېلو اړخونو مذاکراتي ټيمونه د ولس د استازيتوب په نومونو بحثونه کوي، خو له ولس سره هېچا هم مشوره نه ده کړې:
«په قطر کې د جمهوریت او امارت د مدافعینو په نوم دوې ډلې سره یوځای شوې، خو موږ چې ولس یو هیچا هم زموږ استازیتوب نه دی کړی، ځکه موږ ددې موجوده جمهوریت او امارت لپاره ځانونه نه قرباني کوو، نو څنګه کیدای شي چې زما نماندیتوب وکړي.»
د ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالولي واحدزی وایي، دلته د امارت او جمهوریت په نومونو د ولس وژلو ته بهانه جوړه شوې په داسې حال کې چې په روانه جګړه کې د ښکېلو اړخونو د مشرانو زامن نه وژل کېږي:
«دلته نه امارت شته او نه جمهوریت، دلته موږ وژل کېږو، نه د اشرف غني زامن وژل کېږي او نه د طالب مشرانو مولا برادر غني او عباس ستانیکزي زامن، یوازې ولس قرباني کېږي.»
د فرید قربان او نور الله فغان په نومونو دونه تنه نور مدني فعالان وایي، هر څوک او هرلوری چې جګړه کوي، دوی یې نه غواړي، ځکه دواړو لوریو د ملکي وګړو په وژنې لاس پورې کړی.
نورالله افغان: «دلته مدني فعالان، ژورنالیستان او په ټوله کې د خبرو او عمل ځوانان وژل کېږي، موږ نه د دولت طرفدار یو او نه هم د حکومت.»
فرید قربان: «ظلم او وحشت چې هرڅوک کوي، که هغه د جمهوریت په نوم دی او که د امارت په نوم، موږ یې غندو او موږ د ولس په توګه هیله کوو چې نور دې موږ نه وژني.»
د خوست دا ځوانان داسې مهال دا غږ پورته کوي، چې په قطر دوحه کې د دواړو مذارکراتي ټیمونو استازي شاوخوا نهه ورځې کېږي چې د دویم ځل لپاره په خبرو بوخت دي، خو تردې دمه یې د پرمختګ کوم څرک نه لیدل کېږي.
ولس وايي خبرې چټکې او اوربند دې اعلان شي څو د وینې توییدنې مخه ونیول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA